اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د تعليم دوهم وزير انجينئر محمد بيلغ الرحمان وئېلي دي د ژبو اهميت څخه انكار نشي كېدې٬ژبې د تهذيب او شهريت عكاسي كوي٬فارسي ژبه د كلتوري همغږۍ په وده كښې مهم كردار ترسره كولې شي٬د لوړو زده كړو كميسون د فارسۍ ژبې٬ستونزو او د سباؤن موقعو پھ اړه كمېشن سېكرټرېټ كښې دوه ورځنۍ كنفرنس وكړو۔ا دا كنفرنس د خانه فرهنګ ايران٬د ايراني سفارت٬نمل پوهنتون٬د اسلامك كلچر اينډ ريلېشنز آرګنائزېشن او ايران او د پاكستان انسټي ټيوټ آف پرشيئن سټډيز په مرسته وكړې شو۔د زيارت په ورځ د كنفرنس د پاې دستورې خاص مېلمه انجينئر بليغ الرحمان ؤ۔پھ دې مهال د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬اي ډي ډاكټر ارشد علي٬پاكستان كښې د ايران سفير بهري هنر دوست٬پاكستان كښې د تاجكستان سفير شېرعلي٬د ايراني كلچرل قونصلټ شهاب الدين او د پاكستانو پوهنتونونو د فارسۍ ژبې استاذانو او زده كوونكې په لويه شمېره موجود وو۔بليغ الرحمان ووئيل فارسي ژبه په سيمه ايزه كچه مهمه كېدو سره سره پھ مذهبي توګه هم ډېر اهميت لري۔دا ژبه د علم او حكمت يوه پټھ خزانه ده۔پاكستان ايران سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ دواړه وروڼه هېوادونه تاريخي٬كلتوري او په مذهبي همغږۍ اډانه اړيكې لري۔ده پھ دې خبره زور راوړو چې د فارسۍ ژبې ترويج او پرمختګ سره به د دواړو وروڼو ترمينځه اړيكې لا مستحكمې شي۔ډاكټر مختار احمد خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ بايد د تاريخ څخه سبق واخلو٬زمونږ پلار نيكه علم خپرولو كښې بنيادي كردار ترسره كړی۔ده پھ دې خبره زور راوړو چې پھ دې سخت وخت كښې به مونږ له خپل تاريخ لوستل وي او د دغه زرين دور بېرته راوستو له به هڅې كول وي۔ده پھ استاذانو زور راوړو چې دوي زده كونكي د تاريخ نه خبر كړی او فارسۍ كښې د تعليم ترغيب وركړي