اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی)داخله وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې د ترهه ګرو سهولت كارو ته دا پېغام وركوٶ چې په داسې ډول بزدلانه كاروائې د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ عزم له ماتې نه شي وركولې٬ دښمن د بهر هېواد په وېنا په لويديزو پولو ترهه ګري كوي٬ په سوشل ميډيا د فتوٶ جاري لړۍ بندول پكار ده ٬ اسلامي هېواد كښې د مسلمان يا غېر مسلم كېدو٬ د چا د قتلولو يا د جهاد اعلان د رياست ذمه واري ده٬ د دې رجحاناتو مخنيوي له علماﺀ كرام او مذهبي ګوندونه دې راوړاندې شي٬ كه مونږ د دې اړي ګړي مخه ونه نيوله نو د يو دښمن ته به ضرورت پاتې نه شي ٬ په سوشل ميډيا د فتوٶ جاري كوٶنكو په ضد به د سائبر كرائم قانون له مخې كاروائي كوٶ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جهل مګسي په پېښه پاليسي بيان كښې داخله وزير احسن اقبال ووئيل پېښه د افسوس وړ ده او مونږ ټول ئې غندنه كوٶ٬ مونږ د جنګ په حالت كښې يو٬ د ترهه ګرۍ په ضد دا جنګ د هېواد په ګوټ ګوټ كښې روان دے٬ ده ووئېل امنيتي ادارې په دې لړ كښې الرټ دي٬ ردالفساد او ضرب عضب عمليات شوې٬٬ دښمن د بهر هېواد په وېنا په لويديزو پولو لاس وهنه كولو سره ترهه ګري كوي۔ احسن اقبال ووئيل مونږ له د پاكستان نه د ترهه ګرۍ خاتمه كول دي٬ د رنګ او نسل نه پرته د ترهه ګرو په ضد كاروائۍ روانې دي٬ ده ووئېل د جهل مګسي د پېښې راپور مو غوښتې٬ صوبائي حكومت سره په ګډه به د ځپلو مرسته اعلانوٶ٬ په انتظامي كچه چې كوم ګامونه پورته كول وي پورته كوٶ به۔ده ووئيل مونږ ټول په ختم نبوتۖ لاس ليك كړے او دې ايوان ته راغلي يو٬ د الله او د نبيۖ د مينې فرنچائر څوك نه لري٬ چې ھغه سندونه وركولو له وګرځي٬ دا زمونږ ا يمان بنياد دے٬ دا د انسان او الله پاك معامله ده ٬ده ووئېل مونږ له د دې څيزونو په بنياد كركې له وده نه دي وركول پكار ٬ په مذهبي جذباتو سياست كول ناوړه عمل دے٬ مونږ له به په اتفاق ترهه ګرۍ له ماتې وركول وي