GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزيراعظم عمران خان په كېپټل اېرينا كښې د پاكستانې ټولنې لوئې غونډې ته وېنا

image
APP55-21 WASHINGTON DC: July 21 - Prime Minister Imran Khan addresses a gathering of Pakistani Community. APP

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې مشكل وخت زر تېرېدونكې دے٬ هېواد به په خپلو پښو ودروو٬ قومي دولت لوټ كوونكي دې هغه څه وكړي چې كومه ئې مرضي وي خو د هېواد لوټ كړې شوې پېسه به ستنول وي٬ په يو صورت به هم چا ته اېن آر او ورنه كړم٬ اېن آر او لپاره د نورو هېوادونو نه سپارښتنې راځي٬ د هېواد طاقتور خلق په زندانونو كښې دي٬ دا دے اصل بدلون٬ چې څومره وي شور دې وكړي پېسه ستنولو سره د زندان نه بهر وتلې شي٬ دهرنې لپاره كانټېنر وركولو ته تيار يم٬ ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كولو لپاره مې په جېب كښې پرچې نه دي راوړې٬ په هېواد كښې د جاګيردارانه نظام او د خانداني سياست حوصله شكني كوو٬ زما كوم رشته دار يا دوست په كومه چوكۍ نه دې ناست٬ مونږ ادارې آزادې كړې دي٬ مونږ په چا كېس نه دې جوړ كړے٬ تاسو ته به هر كال پاكستان بدلېدونكې په نظر راشي۔ ده دا خبرې په كېپټل اېرينا كښې د پاكستانې ټولنې لوئې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې تاسو ماته ډېر عزت راكړے او دې لپاره زه ستاسو د زړه د كومي نه مننه كوم۔ ما فكر كولو چې كوم هوټل ته به خلق رابللو سره خبره وكړو خو په دومره لويه شمېر كښې تاسو سره خبره كېږي٬ دا يو نوے تاريخ دے۔ ده د وزيراعظم عمران خان نعره لګوونكو پاكستانيانو ته ووئيل چې د 22 كلونو نه د وزيراعظم عمران خان نعره اورم خو اوس وزيراعظم جوړ شوے يم٬ تاسو اوس باور وكړئ۔ ده ووئيل چې پاكستانيانو تاسو يو څيز ياد وساتئ٬ الله تعالٰي چې مونږ ته دا هېواد راكړے٬ چاته نه ده معلومه چې دا څومره لوي نعمت دے٬ پاكستان به اوس هر كال بدلېدونكې په نظر راشي٬ پاكستان به هر كال د بهتر نه د بهترې په پلو سفر كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې په نړۍ كښې كوم هېوادونه مخكښې تللې دي٬ د مېرټ په بنياد تللي دي٬ په جمهوريت كښې مېرټ مهم وي۔ لېډرشپ د مېرټ په بنياد رامخې ته كېږي۔ د آسټراليا د كركټ لوبډله د مېرټ په وجه د نړۍ تر ټولو كاميابه لوبډله ده۔ په پاكستان كښې د كركټ لوي ټېلنټ موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل چې نواز شريف ملټري ډكټېټر ليډر جوړ كړے و٬ د نواز شريف په وجه شهباز شريف وزاعلٰي جوړ شو۔ آصف علي زرداري او بلاول بهټو د كاغذ ټوټه ښودلو سره ليډران جوړ شوي دي۔ د ولي كورنۍ هم دا حال دے٬ مولانا فضل الرحمان هم داسې ليډر جوړ شوے او د دوي وروڼه او بچي هم ليډران شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د چين په كميونسټ ګوند كښې تر ټولو ښه مېرټ دے٬ په جمهوريت كښې ليډر شپ اولس ته ځواب ويونكې وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې كله د چا نه د كرپشن په باره كښې پوښتنه كوو ٬ نو هغه د انتقامي كارروائې خبره كوي۔ كله چې عدالت پرېكړه وكړي نو وائي چې دا ولې بهر كړے شو۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې چې څه روان دي٬ دا نوے پاكستان جوړېږي٬ مونږ په چا هم نوې كېس نه دے جوړ كړے۔ مونږ يوازې ادارې آزادې كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د كال 1985م په ټاكنو كښې په وړومبي ځل په سياست كښې پېسې او رشوت وكارول شو۔ سياستدانان واخستل شول۔ په چهانګا مانګا كښې مو د خلقو خرڅېدل وليدل۔ ده ووئيل چې نن مونږ يو څيز راوړو چې څوك هم د قوم مشر وي٬ هغه به قوم ته ځواب وركوي۔ ده ووئيل چې نن ټول يو ځائ شوي دي٬ يو د ديني ګوند مشر دے كوم چې خلق ګمراه كوي۔ بل خوا خپل ځان ته سېكولر ويونكي خلق دي٬ دوي ئې هم په شا روان دي۔ د دوي ټولو مقصد يو دے چې زه اېن آر او وركړم خو په يو صورت به هم چا ته اېن آر او ورنه كړم۔ اېن آر او لپاره د نورو هېوادونو نه سپارښتنې راځي۔ وزيراعظم ووئيل چې د بې نامې جائيدادونو او د مني لانډرنګ د لارې لېږل شوې پېسه بېرته راوړو۔ مونږ د طاقتور خلقو احتساب پېل كړے كومو خلقو چې اربونه كهربونه روپې بهر وړې دي٬ راستنولو لپاره ئې اړوند هېوادونو سره خبرې پېل شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ په پاكستان كښې د مېرټ نظام راوړو٬ زمونږ كمزورې تعليمي نظام لاندې طبقه بره تللو ته نه پرېږدي۔ د سركاري تعليمي ادارو حالت ښه كوو۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې د تعليم يو ډول نظام لپاره هڅې كوو۔ د مدرسې زده كوونكو ته به هم دنياوي تعليم وركولې شي۔ 8 لكه ماشومان انګلش مېډيم٬ پاؤ پاندې درې كروړه اردو مېډيم او پنځويشت لكه ماشومان مدرسو ته ځي۔ وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې د جاګيردارانه نظام او د خانداني سياست حوصله شكني كوو٬ زما كوم رشته دار يا دوست په كومه چوكۍ نه دې ناست٬ د مراد سعيد او حماد اظهر پشان ځوانان مخكښې راغلي دي۔ عمران خان ووئيل چې د رېكوډېك پروژې د ودرولو پلټنو هدايات مو جاري كړي دي۔ په رېكوډېك كښې د 200 اربه ډالرو د معدنياتو ذخيرې موجودې دي۔ په تهر كښې د 180 اربه ټنه د كوئلې لويه ذخيره موجود ده۔ د كرپشن له امله غېر ملكي كمپنې معدني ذخيرې استعمالولو لپاره نه راځي۔ ده ووئل چې كرپشن ختمولو سره به پاكستان بره بوځم۔ وزيراعظم ووئيل چې زما خواهش دے چې هېواد دومره بره بوځم چې د بهر نه خلق نوكرې لپاره پاكستان ته راشي۔ ده ووئيل چې پاكستان به د رياست مدينه په اصولو فلاحي رياست جوړوو۔ په پاكستان كښې به د مېرټ او انصاف نظام راوړو۔ په پاكستان كښې به قانون هر امير او غريب لپاره برابر وي۔ وزيراعظم ووئيل چې پرېكړه مې كړې چې د پاكستان د كركټ لوبډله به ښه كړم٬ په راتلونكي نړيوال كپ كښې به د پاكستان غوره لوبډله لوبه كوي۔ ده ووئيل چې د پي آئي اے پشمول ټولې ادارې سموو۔ كله چې مونږ راغلو نو هره يو ادا په خساره كښې وه۔ مشكل وخت زر تېرېدونكې دے٬ هېواد به په خپلو پښو ودروو۔ وزيراعظم ووئيل چې ټولو تجارانو ته به رجسټرډ كېدل وي٬ چې ټول په ګډه لږ لږ ټېكس وركړي نو هېواد به د قرض نه خلاص شي۔ ده ووئيل چې پاكستانيان د نورو هېوادونو په نسبت ډېر كم ټېكس وركوي۔ ده ووئيل چې چا په هېواد قرض پورې كړې٬ د دوي نه به ئې وصول كړو۔ وزيراعظم ووئيل چې ټول كرپټ خلق يوځائ شوي دي٬ كه احتجاج كول غواړي نو دوي ته دهرنې كولو لپاره كانټينر وركولو ته هم تيار يم۔ چې څه ئې مرضي وي٬ هغه دې وكړي٬ د هېواد لوټل شوې پېسه به ستنول وي۔ ده ووئيل چې نواز شريف په زندان كښې د ټي وي او د اے سي غوښتنه كوي٬ بېرته تللو سره به دا اسانيې ختم كړم۔ ما ته معلومه ده چې مريم بي بي به شور وكړي٬ مريم بي بي چې څومره شور هم وكړې٬ پېسه ستنولو سره د زندان نه بهر وتلې شئ۔ ده ووئيل چې آصف علي زرداري د زندان نه زيات وخت په روغتون كښې تېروي٬ اوس به هغه په زندان كښې ساتل وي۔ د هېواد پېسه ستنه كړه نو د زندان نه به دې بهر راوباسو۔ ده ووئيل چې شاهد خاقان عباسي به وئيل چې كه څه مې كړي وي نو په زندان كښې مې واچوئ٬ اوس مونږ هغه هم په زندان كښې اچولې دے۔ مولانا فضل الرحمان وائي چې مونږ به هغه وخت يو ځائ كېږو چې كله ټول په زندان كښې يو۔ وزيراعظم ووئيل چې زه ده ته وئيل غواړم چې تاسو ټول به په زندان كښې يو ځائ كېږئ۔ د هېواد طاقتور خلق په زندانونو كښې دي٬ دا دے اصل بدلون۔ وزيراعظم ووئيل چې ډونلډ ټرمپ سره ملاقات لپاره مې په جېب كښې پرچې نه دي راوړې۔ ده ووئيل چې د شروع نه وايم چې د افغانستان مسئله پوځي حل نه لري٬ مذاكرات د مسئلې غوره حل دے۔ وزيراعظم ووئيل چې چا ته مې سر نه دې ټيټ كړے او نه خرڅ شوے يم۔ زه خپل قوم ته باور وركوم چې دوي به كله هم شرمنده نه كړم۔

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں