اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې دوه كورنيو كرپشن ته تحفظ وركولو٬ جعلي اكاؤنټونو او مني لانډرنګ لپاره خپلې مېرمنې سپر جوړولو سره د مېرمنو تقدس تر پښو لاندې كړے۔ د خالي په ورځ په ټويټر په خپل بيان كښې فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دوه كورنيو كرپشن ته تحفظ وركولو٬ جعلي اكاؤنټونو او مني لانډرنګ لپاره خپلې مېرمنې سپر جوړولو سره د مېرمنو تقدس تر پښو لاندې كړے٬ بايد دوي د خپل اعمالو محاسبه وكړي د احتسباب د عمل نه۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان پاكستان د مدينې رياست په اصولو د قائم كولو په لار دے چرته چې د فرق نه بغېر سړي او ښځې لپاره د قانون يو ډول اطلاق بنيادي اصول وو۔